د لوړو زده کړو وزیر پروان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پروان پوهنتون له مشرتابه او محصلینو سره لیدنه کړې.
د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د پروان پوهنتون مسولینو له لوري د دغه پوهنتون په اړه د روانو چارو، پرمختګونو، لاسته راوړنو، ستونزو او اړتیاوو راپور اوریدو په موخه د یاد پوهنتون مسولینو سره لیدنه کړې.
نوموړي د یاد پوهنتون د مسولینو لاسته راوړنې ستایلي، د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړی او د چارو غوره والي په برخه کې یې لازمې لارښوونې ورته وکړې.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر د پروان پوهنتون له محصلینو سره د هغوی په ټولګیو کې لیدنه کړې او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې اوریدلي دي.
د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزیر د هېواد شمالي ولایتونو ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ، کندوز، تخار او بدخشان پوهنتونونو څخه هم لیدنه کړې.

