د کرنې او بولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په خپل کاري دفتر کې د هر اړخیز خوراکي خوندیتوب له لارې د ژوند د ښه والي پروژې له مسولینو سره لیدنه کړې.
په یاده لیدنه کې د پروژې همغږۍ کوونکی رابرټ او د یادې پروژې تخنیکي مسولینو په فراه، بادغیس، هرات او کونړ ولایتونو کې د خپلو پروژو د فعالیتونو په اړه د کرنې او مالدارۍ مرستیال ته معلومات ورکړي او د پروژو د ښه پلي کولو په پار له کرنې وزارت سره د همکارۍ او همغږۍ د زیاتولو غوښتنه یې کړې.
په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د یادې پروژې مسولینو ته د اړینې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړی او د پروژو په پلي کولو کې یې د روڼتیا ټنیګار کړې.
یاده پروژه د چکډېمونو او حوضونو جوړولو، د کیمیاوي سرو او سبو تخمونو وېش، د بزګرانو کورنیو سره د مرستې، د کرنیزو، مالدارۍ او بڼوالۍ توکو د وېش په برخه کې فعالیت کوي.

