د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د کابل ښار کارته پروان د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه کې تېر ۱۴۰۲ کال شاوخوا ۸۳ زره هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې شوي، چې له ډلې یې ۸۰ زره نوې برېښنایي پېژندپاڼې او درې زره نورو هېوادوالو ته له وېش وروسته خدمتونه وړاندې شوي دي.
د کارته پروان د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش څانګې عمومي مدیر عزتالله اتل ویلي؛ په دې څانګه کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي او هېوادوالو ته د مثنی پېژندپاڼې وېش، د زیږونونو او د عکس او بایومټریک معلوماتو د نوي کولو خدمتونه هم وړاندې کېږي.
د ښاغلي اتل په وینا؛ یاده وېش څانګه په ورځني ډول شاوخوا ۵۰۰ مراجعین لري، چې د برېښنایي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو او بایومټریک معلوماتو د ثبت لپاره مراجعه کوي.
ځینې هېوادوال چې د برېښنایي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه دې څانګې ته راغلي و، د خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر خوښ دي او د برېښنایي پېژندپاڼې معتبر سند چې زموږ د هویت ښکارندوی دی، د هېواد د ټولو وګړو لپاره اړین ګڼي.
د یادولو وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې هېوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګې او اسان خدمت مرکزونه پراخ کړي ترڅو هېوادوال وکولی شي په اسانۍ سره خپلې برېښنایي پېژندپاڼې او نور اړوند خدمتونه ترلاسه کړي.

