د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د یو رسمي سفر په ترڅ کې کندوز ته تللی او د کندوز والي ملا نثار احمد نصرت، امنیه قومندان مولوي سیف الله او د کندوز ولایت د سیمه ییزو ادارو یو شمېر رییسانو په ملتیا یې د کندوز د کرنې ریاست او د یاد ریاست له کړنو او فعالیتونو څخه لیدنه کړې.
د دې لیدنې په ترڅ کې د کندوز ولایت د کرنې رییس مولوي امان الله حسن د ریاست الوزرا د اداري مرستیال په شتون کې د کندوز ولایت د کرنې او مالدارۍ سکتور لاسته راوړنې او فعالیتونه بیان کړي او دغه راز د کندوز په ولایت کې د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو پر وړاندې ستونزې او ننګونې یې هم څرګندې کړې دي.
نوموړي د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه څخه د کرنې او مالدارۍ برخې ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په کندوز کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې د یاد ولایت د کرنې ریاست د فعالیتونو قدرداني کړی او ژمنه یې کړې، چې د کندوز بزګرانو او مالدارانو ته د غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار هر اړخیزې مرستې کوي.
په ورته وخت کې مولوي عبدالسلام حنفي د کندوز ولايت د سيمه ييزو مسولينو په شتون کې د څېړنې کرنیز بڼ ملي کلکسیون، شنو خونو او د انجې بوټي کرل شویو سمیو څخه چې د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له فعالیتونو څخه دي لیدنه کړې.

