د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني کابل کې د چین هېواد له سفیر ژاو شینګ سره لیدنه کړې او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
شیخ حمدالله نعماني د چین سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره د دغه هېواد له مرستو او همکارۍ مننه کړې.
نوموړي په کابل کې د نیله باغ پروژې چې د چین هېواد په بلا عوضه مرسته جوړېږي، د وضعیت او د چارو پرمختګ په اړه خبرې معلومات وړاندې کړي او د یادې پروژې د ټولییزې بشپړتیا د څرنګوالي په اړه یې خبرې کړې دي.
ښاغلي نعماني ویلي؛ د هغه ۱۰ زره واحده کورونو له جملې چې یو زر او ۴۰۰ یې د کابل په نیله باغ پروژه کې جوړېږي، تمه لري چې پاتې هغه یې د نوي کابل ښار په پروژه کې جوړ او یاده پروژه سرته ورسېږي.
د کور او ښار جوړولو وزیر زیاته کړې؛ دا چاره او د افغانستان په نورو برخو کې د چین هېواد مرستې او پانګونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا لامل کېږي.
ښاغلي نعماني له چینایي لوري غوښتنه کړې، چې د نوي کابل ښار په پروژه کې د پانګونې په موخه دې چینایي پانګوال وهڅوي.
کابل کې د چین سفیر ویلي، د نیله باغ هستوګنیزې پروژې د چارو کیفیت او چټکتیا په موخه یې له اړوند شرکت سره خبرې کړي او تمه لري چې چارې به یې په خپل وخت سرته ورسېږي.
نوموړي یاده پروژه ارزښتمنه بللې او یادونه یې کړې، چې د پاتې برخو د عملي کېدو په پار به خپلې هڅې وکړي.
ژاو شینګ تمه ښودلې، چې له چینایي پانګوالو سره د نوي کابل ښار د معلوماتو تر شریکېدو وروسته به چینایي پانګوال په یاده پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا پیدا کړي.
یاد سفیر ډاډ څرګند کړی، چې افغانستان کې د ځینو پروژو په بشپړوالي سره به د پانګونې کچه نوره هم لوړه او د دواړو هېوادونو د ښې راتلونکې پیلامه به وګرځي.
د ناستې په پای کې دواړو لوریو په راتلونکي کې هم د ورته ناستو او د پراختیایي پروژو پر عملي کولو ټینګار کړی.

