د وسلهوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت د ملي دفاع وزارت اړوند معینتو، ریاستو، سیمه ییزو قول اردوګانو، لواګانو اونورو جزوتامو د پېژند ۲۴۰ تنه مدیرانو او امرینو ته د ظرفیت لوړولو لپاره د پېژندتون ریاست له لوري په جوړ شوي درې ورځني سیمینار وروستیو مراسمو کې ګډون کړی.
د وسلوال پوځ لوی درستیز ویلي؛ اسلامي نظام یوې منظمې او مسلکي اردو ته ضرورت لري، زموږ مسولیت دا دی؛ چې داسې یوه نظامي او مسلکي اردو وروزو چې له عقیدوي او نظامي اړخه برابره وي او د دې اردو د جوړولو لپاره پېژنتون ریاست د ملا د تیر حیثیت لري.
د یاد ریاست رییس مولوي محمد رحیم د سيمینار ټولو ګډونوالو ته د لازمو سپارښتنو او د دوی د کارونو د ستایلو ترڅنګ ویلي؛ نیتونه مو خاص د الله جل جلاله رضا وګرځوئ، خپل کارونه په اصولي توګه مخ ته یوسئ، په کارونو کې ځنډ مه کوئ، خپل کارونه په خپل وخت ترسره کړئ او کوښښ وکړئ خپلو کشرانو مجاهدینو ته سالمه روحیه ورکړئ.
غونډه د مسولینو له لوري څو تنو د پېژند اړوند مديرانو او امرینو ته د دوی ښه خدمت او په کارونو کې اولویت ته په کتو د ستاینلیکونو او نغدي جایزو په ورکولو سره پای ته رسېدلې.

