د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره لیدنه کړې او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یې له افغانستان سره د چین د همکاریو غوښتنه کړې.
په دې لیدنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر په بېلابېلو برخو کې د کرنې وزارت د پروګرامونو او لاسته راوړنو په اړه د چین سفیر ته معلومات ورکړي او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یې د چین هېواد د همکارۍ غوښتنه کړې.
مولوي عطاء الله عمري ویلي؛ افغانستان هغه هېواد دی، چې کرنه یې په دودیز ډول ترسره کېږي او موږ هڅه کوو، چې له خپلو کروندګرو سره د پرمختللو کرنیزو تکنالوژیو د برابرولو، د کوکنارو د کښت لپاره د مناسب بدیل په موندلو او په کرونده کې د اوبو د تنظیم په برخه کې همکاري وکړو او په دې پرخه کې موږ ستاسو همکارۍ او مرسته غواړو، ځکه چې زموږ بزګران په تېرو څو لسیزو کې ډېر زیانمن شوي او اړتیا ده، چې ورسره همکاري وکړو.
همدارنګه د کرنې وزیر د موسسو په زیاتو اداري لګښتونو نیوکه کړې او له کرنې وزارت او اسلامي امارت سره د مرستندویو هېوادونو او موسسو د مستقیمې همکارۍ غوښتنه یې کړې.
په کابل کې د چین هېواد سفیر ژاو شینګ په افغانستان کې د کانونو، صنایعو او نورو برخو کې د چین د کارونو او د پرمختګ د څرنګوالي په اړه د کرنې وزیر ته معلومات ورکړي دي.
مولوي عطاء الله عمري: هڅه کوو بزګرانو ته پرمختللې کرنیزه ټکنالوژي برابره کړو

