ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مې ۲۹ دپښتو ژبې نړیواله ورځ؛ پښتو د نړۍ په لومړیو لویو ۴۰ ژبو کې ځای لري

دغبرګولي ۹ مه چې د مې له ۲۹ سره برابره ده، د پښتو ژبې د نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

د معلوماتو له مخې په دې ژبه شاوخوا ۷۰ ميليونه وګړي خبرې کوي چې له کبله یې پايښت لا تضمين شوی.

د ژبو د نړيوالې معتبرې سرچينې “ايتنالاګ” له څېړنې سره سم د ژبو د وېش پر اساس پښتو په ژونديو او باثباته ژبو کې حسابیږي، چې د ویونکو د شمېر له مخې د نړۍ په لومړيو لويو ۴۰ ژبو کې ځای لري.

د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز رییس سید نظیم سیدي وايي، چې د ژبې ساتنه او پالنه د قومونو د ساتنې په مانا دي.

د نوموړي په وینا؛ که څه هم اوسمهال د حکومت تر څنګ څېړونکو پښتو ژبې ته پاملرنه ډیره کړې خو په دې برخه کې لا زیات کار ته اړتیا ده.

په دې وروستیو کې په پښتو ژبه زرګونه بېلابېل کتابونه لیکل شوي او ژباړل شوي، خو ژبپوهان وايي، چې د ژبې د لا بډایه کولو لپاره باید په دې برخه کې فعال بنسټونه لا پياوړي شي.

پښتو ژبه چې د افغانستان ملي او رسمي ژبه ده په لومړي ځل په ۱۹۸۴ زیږدیز کال په کمپيوټر کې وکارول شوه، خو اوسمهال سلګونه وېب‌پاڼې، راډيوګانې، تلویزیونې چینلونه لري او په پراخه کچه په ټولنیزو رسنیو کې کارول کیږي.

دغه‌راز یاده ژبه په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د انټرنېټي پلټونکي ماشين ګوګل ژباړن برخه هم وګرځېده.