ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغانستان د نړیوال جام په تمریناتي لوبه کې سکاټلینډ ته په ۵۵ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام تمریناتي سیالیو په دویمه لوبه کې سکاټلبنډ ته له یوې هر اړخیزې لوبې وروسته د ۵۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډلمشر راشد خان د دې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ۲۰ اورونو په لوبولو سره د ۸ لوبغاړو په زیان ۱۷۸ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۷۹ منډې هدف وټاکه.

په دې پاڼۍ کې د افغان لوبډلې په ګټه ګلبدین نایب ۶۹، عظمت الله عمرزي ۴۸، محمد نبي ۱۶ او لوبډلمشر راشد خان ۱۵ منډې جوړې کړې.

سکاټلینډ لپاره په توپ‌اچونه کې کرېس‌سول ۳ او برډلي‌کوري ۲ ویکټې واخیستې.

په دویمه پاڼۍ کې سکاټلینډ د ۲۰ اورونو په لوبولو سره د ۹ لوبغاړو په سوزېدو یوازې ۱۲۳ منډې جوړې کړې او د هدف په پوره کولو کې پاتې راغی.

د افغانستان لپاره په توپ‌اچوونه کې راشد خان، ننګيال خروټي، نوین الحق، عظمت الله، ګلبدین نایب يوه ـ يوه ویکټ، مجيب‌الرحمن او کريم جنت بیا دوه_دوه وېکټې واخیستې.

له دې وړاندې د افغانستان لومړۍ ازمایښتي لوبه له عمان سره د پرلپسې ورښت له امله بې پایلې شوې وه.

افغان لوبډله به د روان کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې د خپلې لومړۍ رسمي لوبې په موخه د راتلونکې سه شنبې په ورځ د یوګانډا لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.