د عامې روغتیا وزارت د نوي وزیر معرفي کېدو لپاره جوړې شوې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړو، د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو ادارې لوی رییس شیخ انورالحق انور، د عامې روغتیا مخکیني وزیر ډاکټر قلندر عباد، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او د نورو وزارتونو او اداراتو استازو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د چارو ادارې لوی رییس تغیر او تبدیل او له احکامو پیروی د نظام مهم اصل یاد کړی او په همدې اساس یې د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم له مخې د کاري چارو د ښه والي په موخه مولوي نور جلال جلالي د عامې روغتیا وزارت د نوي وزیر په توګه دغه وزارت ته ور وپېژنده.
د یادې غونډې په دوام د ریاست الوزرا اداري مرستیال نوی معرفي شوی وزیر یو مجاهد، ریښتینی او هېواد پاله شخص یاد کړی او په چارو کې ورته د بریالیتوب غوښتنه کړې.
ډاکټر قلندر عباد ویلي؛ موږ په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د روغتیا په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې او هڅه مو کړې وه چې د هېواد ټولو سیمو ته روغتیايي خدمتونه ورسوو.
نوموړی همداراز د الله تعالی له دربار څخه نوي معرفي شوي وزیر ته په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه کړې او د وزارت له کارکوونکو یې غوښتي، چې د تېر په څېر خپلو همکاریو ته دوام ورکړي؛ ترڅو د اړمندو هېوادوالو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.
د عامې روغتیا نوي وزیر مولوي نور جلال جلالي روغتیا وزارت هېوادوالو ته د معیاري او اړینو روغتیايي خدمتونو په رسولو کې یو اساسي وزارت یاد کړی او د یاد وزارت په ټولو مسولینو او کارکوونکو یې غږ کړی، چې په بشپړه ایماندارۍ، صداقت او ملي ژمنتیا سره هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
نوموړي همداراز د روغتیا په برخه کې د خپلو کاري شریکانو سربېره په ټولو نړیوالو بنسټونو، موسسو او ملاتړ کوونکو غږ کړی، چې د عامې روغتیا وزارت سره خپلو دوامداره همکاریو ته دوام ورکړي.