ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: فراه کې تېر کال څه‌باندې ۱۲۰ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د فراه ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۱۲۰ زره او ۴۴۰ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۶۱ زره او ۴۴۴ برېښنایياو ۵۸ زره او ۹۹۶ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.

د فراه ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي عبدالکریم یوسف ویلي؛ هره ورځ شاوخوا دوه زره کسان د برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د یاد رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.

ښاغلي یوسف زياته کړې؛ د یاد ولایت له فراه رود ولسوالۍ پرته چې نوې رامنځته شوې ده، د مرکز په ګډون په نورو ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې لس زره او ۸۶۶ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او دوه زرو او څلور نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۶۵۳ زېږون کارتونه او یو زر او ۳۵۱ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

د فراه ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي او لومړۍ هغه کې ښځینه او نارینه غوښتوونکو ته د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولی شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.