د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد نن په خپل کاري دفتر کې د اندونیزیا د سرې میاشتې او جوماتونو شورا له رییس او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي؛ افغانستان او اندونیزیا ډېر مشترکات لري، موږ لېواله یو، چې د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې او همکارۍ لا پراخه کړو.
اندونيزيايي پلاوي افغانستان ته د خپل سفر په دوام کې د امنيت او بيارغونې په اړه واقعيتونه څرګند کړي او زیاته کړې یې ده؛ هغه څه چې موږ د افغانستان د امنيت او نورو موضوعاتو په تړاو په رسنيو کې اورېدلي، تبليغات وو؛ بلکې امنيت د ټینګښت او په اقتصادي برخه کې ډېر کارونه شوي.
نوموړي زیاته کړې؛ د اندونیزیا هېواد چمتو دی، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري او پانګونه وکړي.

