ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عربي نړۍ نامتو لیکوال او د سیاسي چارو شنونکی ډاکتر احمد موفق زیدان: اسلامي امارت افغانستان د پرمختګ لور ته روان کړی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د عربي نړۍ له نامتو لیکوال او د سیاسي چارو شنونکي ډاکتر احمد موفق زیدان سره لیدنه کړې.

ډاکتر احمد موفق زیدان په افغانستان کې د امنیت په ټینګښت او د اسلامي امارت له لوري په شویو پرمختګونو خوښي ښودلې او ویلي يي دي؛ د هغو ناسمو معلوماتو برخلاف چې په رسنیو کې د افغانستان په اړه مطرح کېدل، له نږدې په دې هېواد کې د مثبتو بدلونونو په لیدلو زیات خوښ یم.

نوموړي په هېواد کې د ځینو ستونزو په له منځه وړلو د هیله مندۍ څرګندولو سره ویلي، د افغانستان اسلامي امارت رهبري هېواد د ترقۍ او پرمختګ لور ته روان کړی او د ابادۍ په برخه کې ترېنه د لا زیاتو هلو ځلو تمه کیږي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په بېلابېلو برخو کې زیات کارونه ترسره شوي دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې، اسلامي امارت د هېواد ترقۍ او پرمختګ ته ژمن دی او په ټولو امکاناتو په دې برخه کې کوښښ کوي.

 مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه ویلي، د افغانستان اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې له هغې جملې د اقتصادي ودې او ځوانانو ته د کاري او تحصیلي فرصتونو برابرولو په برخو کې پرلپسې کوښښونه کوي.