د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پروان ولایت یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې لومړی هغوی په هېواد کې د امنیت په ټینګښت د خوښي څرګندولو پرمهال په دې ولایت کې د ټولنیز، اقتصادي او حکومتولۍ د وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
هغوی زیاته کړې، د پروان مجاهدین د خلکو د امنیت او ارامي د ساتلو او هغوی ته د خدماتو برابرولو په موخه تل کوښښ کوي.
د پروان علماوو او مجاهدینو د اسلامي امارت رهبري څخه غوښتي، چې په یاد ولایت کې د مجاهدینو وضعیت، ښوونې او روزنې، د شغلي فرصتونو برابرولو، په لیرې سیمو کې د روغتیایي مرکزونو جوړولو او د پراختیایي پروژو پلي کېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اشغالګرو په ضد د مبارزې په وخت کې د پروان د مجاهدینو او علماوو سرښندنې او هڅې ستایلې دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د امنیت ټینګښت او د خلکو ارامي، ټولنیزه هوساینه او د ښو خدمتونو برابرول د اسلامي امارت له ژمنتیاوو څخه دي او په دې برخو کې نهایي هڅې او کوښښونه کېږي.
ښاغلي حنفي زیاته کړې، اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام وړاندیزونو ته مو رسېدنه وکړي.

