ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هېواد ته د معیاري کیمیاوي سرې پر واردولو د کرنې او مالدارۍ وزارت ټینګار

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د کیمیاوي سرې د تخنیکي کمېټې د غونډې په ترڅ کې هېواد ته د لوړ کیفیت کیمیاوي سرې پر واردولو ټینګار کړی.

مولوي صدراعظم عثماني ویلي؛ د کیمیاوي سرو ځینې واردونکي شرکتونه ټیټ کیفیت لرونکي سرې واردوي او یوازې خپلې ګټې په پام کې نیسي، سوداګر باید هم خپله ګټه او د بزګر ګټه دواړه په پام کې ونیسي.

نوموړي زیاته کړې؛ کیمیاوي سرې باید لومړی په لابراتوار کې تحلیل او تجزیه شي او بیا د واردولو اجازه ورته ورکړل شي. له دې وروسته هغه سرې چې کروندګرو ته زیان رسوي باید هېواد ته وارد نه شي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي، چې هېواد ته د ټیټ کیفیته کیمیاوي سرې د واردولو مخه ونیسي او واردونکي شرکتونه دې ته وهڅوي چې متقابلې ګټې په پام کې ونیسي.