د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب د اندونیزیا د سرې میاشتې او جوماتونو د شورا رییس محمد یوسف کالا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دغه لیدنه کې چې د ارشاد، حج اوقافو وزارت مرستیالانو او یو شمیر رییسانو هم برخه لرله، ښاغلي ثاقب راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ویلي؛ اندونیزیا او افغانستان دواړه اسلامي هېوادونه دي او ډیر ګډ مشترکات لري او د افغانستان اسلامي امارت له اندونیزیا سره ګډې همکارۍ او د اړیکو د پراختیا غوښتونکي دی.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ویلي؛ داشغال له خاتمي او فتحې وروسته په افغانستان کې بشپړ امن او ښه فرصتونه رامنځ ته شوې دی، اړینه ده چې د اندونیزیا د ورور هېواد او نورو اسلامی هېوادونو سره په بېلا بېلو تعلیمی، ارشادي او دیني برخو کې هر راز همکاری او همدردی ولرو.
نوموړي یادونه کړې؛ افغانستان له سختو حالاتو تیر شوی دی، اوس ستونزې ختمې شوې دي او افغانستان په نړۍ کې یو پر امن هېواد دی، په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه روان دي، غواړو چې د نورو پرمختللو اسلامي هېوادونو په څیر ښه پرمختګ ولرو.
محمد یوسف کالا افغانستان ته په خپل راتګ خوښي ښودلې او ویلي يي دي، خوشاله یم چې له خپلو همکارانو سره دلته د پخوا په پرتله یو ښه او ارام افغانستان وینو.
نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت په راتګ سره د اسلامی بنسټونو د پیاوړتیا ترڅنګ د بیارغونی په برخه کې هم د پام وړ کارونه شوي دی.
ښاغلي کالا په خپلو خبرو کې هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت او اندونیزیا په بېلابېلو برخو کې د اړیکو په ټینکولو او پراختیا سره ښه پرمختګونه ولري.

