ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: د ۱۴۰۳ کال په وري مياشت کې د څه‌باندې ۹۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ چې دې ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د وري مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۹۵٬۶ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۶۵۰ ميليون ډالرو ته رسېږي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۲ کال په کب مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۱٬۱ میلیون ډالره و.

د ارقامو تحلیل ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په وري میاشت کې د صادراتو ارزښت د ۱۴۰۲ کال د کب مياشتې په پرتله ۴۵٬۵ ميليون ډالره کموالی لري.

 له بل لوري د ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۶۸۹٬۶ میلیون ډالرو ته رسیده، چې د ۱۴۰۳ کال په وري مياشت کې د ۱۳۹٬۶ میلیون ډالرو په ارزښت کموالی په‌کې راغلی دی.

 ارقام ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په وري میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي، په داسې حال کې چې تر ټولو زیات واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه ترسره شوي.

 د یادونې وړ ده، چې صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.