د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له لوري د حکومت د رسنیو مرکز کې د چاپیریال ساتنې ملي ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا کړې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دغو مراسمو د جوړولو له امله د مننې ترڅنګ ویلي؛ چاپیریال ساتنه نه یوازې د انسانانو د ژوند لپاره اړینه ده، بلکې په هغو کې د نغښتو حکمتونو پربنا د خدای تعالی د رضا لامل هم کېږي.
مولوي عبدالسلام حنفي د چاپیریال ساتنې اندېښنو ته په اشارې ویلي؛ نن ورځ بې حده ناسمو ګټو او د نړۍ د صنعتي قدرتونو انحصار د ژوند چاپیریال تر بل هر وخت زیات له خطر او نابودۍ سره مخ کړی چې له بده مرغه افغانستان هم د ژوند چاپیریال ککړتیا او اقلیمي بدلونونو له پلوه د نړۍ د زیاتو زیانمنېدونکو هېوادونو له جملې څخه دی.
نوموړي زیاته کړې؛ پرلپسې وچکالۍ، سېلابونه، زلزلې او نورې طبیعي پېښې په افغانستان کې د ژوند چاپیریال د تخریب لامل شوي دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ژوند د سالم چاپیریال لرل د ټولو هېوادوالو له طبیعي حقونو څخه بللي او ویلي يي دي، موږ ټول باید په دې برخه کې مسولانه چلند او بې درېغه کوښښونه وکړو.
نوموړي د رسنیو مسوولینو، ښوونیزو ادارو، علماوو او نورو هېوادوالو څخه غوښتي، چې د چاپیریال ساتنې په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې کوښښ وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ اسلامي امارت له شاړو دښتو سره د مبارزې، د ځمکې د احیا او د وچکالیو پر وړاندې د تاب راوړلو په خاطر مصمم دی او د هېواد په ټولو ولسوالیو کې یې د کانالونو او چکډېمونو جوړولو لویې او ملي پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي او همدارنګه له ځنډ پرته د نیالګیو کرلو طرحو د پلي کېدو په برخه کې د زرغونو ساحو د پراختیا کوښښ کوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ټولو هېوادوالو ته په خطاب کې ویلي؛ موږ ټول باید تر خپله وسه په خپلو کورونو او سیموکې د چاپیریال ساتنې کوښښ وکړو او کثافات په پاک چاپیریال کې نه، بلکې د ښاروالۍ له لوري په اېښودل شویو کثافت دانیو کې واچوو.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په پای کې له صنعتي هېوادونو څخه چې د ګلخانه یي ګازونو په تولید کې مهم رول لري او د هغو منفي اغېزې نورو هېوادونو په ځانګړي ډول افغانستان ته رسېږي، غوښتي د اخلاقي مسولیت له مخې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
هغه زیاته کړې، بین المللي بنسټونه دې د چاپیریال ساتنې او اقلیمي بدلونونو په اړه په بین المللي کچه جوړېدونکو غونډو او کنفرانسونو ته د افغانستان د چاپیریال ساتنې ادارې استازي دعوت کړي، ترڅو د یادې ادارې مسولین د اقلیمي بدلونونو او ژوند چاپیریال ناسمې اغېزې نړیوالو ته ورسوي.

