ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغانستان لومړي ځل لپاره نیوزیلاینډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې سیالې نیوزیلاینډ لوبډلې ته د ۸۴ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د روان کال په شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې یې دویمه پرلپسې بریا خپله کړه.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د شپږو لوبغاړو په زیان سره ۱۵۹ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۶۰ منډې هدف کېښود.

په دې پانۍ کې افغان لوبډلې په ګټه رحمن الله ګربز ۸۰، ابراهیم ځدراڼ ۴۴ او عظمت الله عمرزي ۲۲ منډې جوړې کړې.

هاخوا په توپ‌اچونه کې بیا نیوزیلاینډ لپاره ټرېنټ‌بولټ او مټ هنري ۲ ـ ۲ ویکټې واخیستې.

د افغانستان په ځواب کې بیا نیوزیلاینډ د ټولو لوبغاړو په سوزېدو سره په ۱۵.۲ اورونو کې یوازې ۷۵ منډې جوړې کړې او د ۸۴ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

په دویمه پاڼۍ کې افغانستان په ګټه فضل الحق فاروقي او راشد خان څلور،څلور او محمد نبي دوه ویکټې واخیستې.

په دې پایلې سره افغانستان په روانو سیالیو کې دویمه بریا هم په خپله نوم ثبت کړه.

رحمان الله ګوربز له ابراهیم ځدراڼ سره په نننۍ لوبه کې خورا ښه پیل وکړ او د ۱۰۳ شریکو منډو له جوړولو سره یې سیالې لوبډلې ته یو ښه هدف وټاکه.

په همدې لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه پیلیز توپوهونکي رحمن الله ګربز په نړیوالو سیالیو کې درې زره منډې بشپړې کړې.

نوموړي په خپله ۹۹مه پاڼۍ کې د اووه سلیزو او ۱۴ نیمه سلیزو پر مټ د ۳۱.۴۴ منډو په اوسط سره درې زره منډې پوره کړې او شپږم افغان لوبغاړی شو، چې دغه کارنامه په خپل نوم ثبتوي.

فضل حق فاروقي تر اوسه له نهو وېکټو سره د نړیوال جام روانو سیالیو کې تر ټولو ډېرې وېکټې ترلاسه کوونکی بالر دی.

رحمان الله ګوربز د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، چې ۸۰ منډې یې وکړې.

دا د نړیوال جام سیالیو په لړ کې ۱۴مه لوبه او په ګروپي سیالیو کې د افغانستان دویمه لوبه وه.

افغانستان ملي لوبډلې له دې مخکې په خپله لومړۍ لوبه کې یوګانډا ته د ۱۲۵ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړې وه.

افغانستان د شل اوریزو نړیوال جام په روانو سیالیو کې له نیوزیلاینډ، پي این جي، یوګانډا او ویسټ انډیز سره یو ځای ګروپ سیاليو کې لوبېږي، چې د دوه پرلپسې بریاوو سره د جدول سر کې ځای لري.

افغانستان په روان نړیوال جام کې خپله درېیمه لوبه د روانې زیږدیزې میاشتې په ۱۴ نیټه د پایوا نیو ګینه پر وړاندې ترسره کوي.