د کار او تولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي ویلي؛ چې دغه وزارت توانېدلی د تېر کال په موده کې ۱۳۰ زره هېوادوالو او بهرنیو وکړو ته د کار جوازونه ووېشي.
ښاغلي ابرهیمي زیاته کړې؛ په ۱۴۰۳ زېږدیز کال کې یاد وزارت شاوخوا ۳۰ زره هېواد والو ته د کار جوازونه وېشلي، چې ورسره همهاله دغه وزارت په پام کې لري، چې دولتي ادارو کې بې روزګاره هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر کړي.
د کار او ټولنیرو چارو وزارت د مسولینو په وینا، په تېر یو کال کې د همکارو بنسټونو او دولتي اداراتو په مرسته نږدې ۴۴ زره تنو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابره شوې ده.

