د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبد السلام حنفي د جوزجان ولايت خواجه دوکوه ولسوالۍ د بېلابېلو قومونو له يو شمېر مشرانو او متنفذینو سره لیدنه کړې.
د یادې لیدنې په پيل کې مشرانو او متنفذینو د دې ولسوالۍ د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضیعت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړی دي.
نوموړو ویلي؛ د اسلامي امارت سیمه ییز مسولین او مجاهدین د امنیت د ټینګښت، خلکو ته د خدمت او د دوی د ستونزو د حل په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
يادو مشرانو او متنفذینو په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د کاري زمینو رامنځته کولو او ټولنيزو خدمتونو د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت چارو ته په اشارې سربیره په یاده ولسوالۍ کې د اوبو کموالي ستونزې د حلولو، د مدرسو، ښوونځيو او روغتيايي کلينيکونو د رامنځته کولو او مواصلاتي لارو د بیارغونې برخو ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال له يادو مشرانو سره پر لیدنې خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، د امنیت ټینګښت، د ټولنيزې هوساينې رامنځته کول او د ولسونو خدمت د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي چې پدې برخه کې دوامداره هڅې کوي.
مولوي عبد السلام حنفي د دوی د وړاندیزونو په اړه زیاته کړې، اسلامي امارت به د خپل توان په محدوده کې ورته رسېدنه او اړین اقدامات ترسره کړي.

