د ملګرو ملتونو سازمان د اسرائیلو صهیونست پوځ د هغو کسانو په لېست کې شامل کړ، چې د جګړې په لړ کې له ماشومانو سره تاوتریخوالی کوي.
ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو استازي ګیلاډ ایرډان د ټولنیزو رسنیو په یو پیغام کې ویلي، چې په دې اړه یې د سازمان د عمومي منشي انتونیو ګوترېش لیک ترلاسه کړی دی.
نوموړي دغه پرېکړه غندلې او شرمونکې یې بللې ده.
ملګرو ملتونو دغه پرېکړه په داسې مهال کړې، چې غزه کې د اسرائیلي ځواکونو په هوایي، ځمکنیو او سمندري بریدونو کې ۱۵ زره فلسطیني ماشومان شهیدان شوي او لسګونه زره نور ټپیان شوي، چې له ډلې یې درې زرو یې خپل لاس او یا هم پښې له لاسه ورکړې دي.

