د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د کاپیسا ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۷۲ زره او ۱۹۶ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۴۴ زره او ۱۶۷ برېښنایي ، ۲۴ زره او ۵۳۳ کاغذي پېژندپاڼې او درې زره او ۴۹۶ مثنی پېژندپاڼې دي.
د یاد ولایت د احصايې او معلوماتو رییس فیضان اغا قریشي ویلي؛ هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ کسان د برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.
ښاغلي قریشي زياته کړې؛ د مرکز په ګډون د دې ولایت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې درې زره او ۲۶۲ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو، درې زره او ۹۸۸ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو تائید او اووه زرو او ۳۷۸ نورو ته د ژوند پېښو (شپږ زره او ۶۸۶ زېږون کارتونه او ۶۹۲ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.
د کاپیسا ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي، چې لومړۍ څانګه په محمود راقي ښار او دویمه څانګه یې په تګاب ولسوالۍ کې موقعیت لري او ښځینه او نارینه غوښتوونکو ته د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروسته خدمتونه (د مثنی پېژندپاڼې وېش، د کورنۍ د پاتې غړي، زېږونونو او ودونو ثبت) هم وړاندې کوي.
د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

