ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو وزارت: تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۶۸ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت ویلي؛ د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د جوزا  له ۱۱مې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۸ زره او ۷۳۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۳ زره او ۳۸۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې اووه زره او ۷۹۵  ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې اووه زره او ۵۵۹ ټنه، چې ټولټال ۶۸ زره او ۷۳۵ ټنه نفتي، غیر نفتي ، معدنې ډبرې او نور مواد پکې شامل دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اونۍ کې څلور زره او ۴۱۳ مټریک ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه يې وچه مېوه، د انارو جوس او معدني ډبرې دي.

یاد وزرات له سوداګرو غوښتنه کړې، چې خپل سوداګريز توکي په خوندي، ارزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ.

د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.