ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اداري مرستيال: اسلامي امارت د کاري زمینو او ټولنيزې هوساينې په موخه ګڼې پروژو پلي کوي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد يو شمېر ملي سوداګرو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو سوداګرو په هېواد کې د سوداګرو او پانګه والو د ځاني او مالي امنيت پر ټینګښت خوښي ښودلې او ویلي يي دي د اقتصادي برخو پراختيا او په افغانستان کې سوداګرۍ او پانګونې ته د ښو شرايطو برابرېدل د دې لامل شوي، ترڅو کورني او بهرني سوداګر او پانګه وال د هېواد په بېلابېلو برخو کې اقتصادي فعالیتونه ترسره کړي، چې دا افغانانو ته ښه زمینه ده.

دوی په هېواد کې د خپلو پلي کېدونکو اقتصادي پروګرامونو په تړاو د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ د اسلامي امارت رهبرۍ څخه غوښتي، چې ورته د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو کې لا ډېره همکاري وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي له ملي سوداګرو سره پر لیدنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د هغوی اقتصادي فعالیتونه ستایلي دي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي؛ د امنيت ټینګښت، د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونو پراختيا او د کاري زمینو او ټولنيزې هوساينې په موخه د لويو او کوچنيو پروژو عملي کول د اسلامي امارت مکلفیتونو څخه دي او په دې برخه کې له کوم ځنډ پرته هڅې کوي.

نوموړي د هغوی د وړانديزونو په اړه ویلي؛ اسلامي امارت په افغانستان کې د ټولو پانګونو هرکلی کوي او سوداګرو او پانګه والو ته د هر ډول اسانتياوو رامنځته کولو په موخه د امکاناتو سره سم اقدام کوي.

ښاغلي حنفي همداراز له ټولو کورنيو او بهرنيو سوداګرو او پانګه والو غوښتنه کړې، ترڅو په افغانستان کې د کانونو ویستنې، د انرژۍ تولید، ښوونې او روزنې او روغتيا په برخو کې پانګونه وکړي.