د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د یاد وزارت د ۱۴۰۳ لمریز کال د بودیجې د تشریح په غونډه کې، چې د مالي او حسابي ریاست مسولینو له خوا جوړه شوې وه ویلي؛ بودیجه دې د بزګرانو او مالدارانو اړتیاوو ته په کتو ځانګړې کړي او داسې پروژې دې پلي کړي، چې د هېواد د کروندګرو او مالدارانو اړتیاوې پوره کړي.
دغه غونډه، په مرکز او ولایتونو کې د ۱۴۰۳ کال د بودیجې د تشریح او د هغې د تخصیص د څرنګوالي په اړه د کرنې وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې په ترڅ کې یې د کرنې وزارت د مالي او حسابي ریاست مسولینو د کرنې وزارت لپاره د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري منظور شوې پراختیايي او عادي بودیجه د کرنې وزیر ته تشریح او د لا ښه والي په موخه یې د لارښوونې غوښتنه کړې.
د کرنې وزیر د مالي او حسابي ریاست د مسولینو د راپور له اورېدو وروسته هغوی ته د بودیجې د اغېزمنې او مثمر ګټې اخیستنې په موخه لازمې لارښوونې کړي او له هغوی یې غوښتي، چې د بودیجې د کمښت ستونزه چې تېرکال بزګران، مالداران او د کرنې وزارت کارکوونکي ورسره مخ وو د روان کال د بودیجې په سند کې حل کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو خدماتي او عایداتي وزارت دی، چې د هېواد د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا لپاره بېلابېل پروګرامونه پلي کوي.

