ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصايې او معلومات ملي اداره: پنجشیر کې تېر کال نږدې ۲۰ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

د احصايې او معلومات ملي اداره وایي؛ د پنجشیر ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۱۹ زره او ۹۰۴ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۱۲ زره او ۴۹۲ برېښنایي او اووه زره او ۴۱۲ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.

د پنجشیر ولايت د احصايې او معلوماتو رییس قاري حکمت‌الله ستانکزي ویلي؛ د مرکز په ګډون د دې ولایت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې یې د نفوسو د احوال ثبتولو اړوند بېلابېلو خدمتونو ترڅنګ،  شپږ زره او ۷۱۰ کسانو ته د ژوند پېښو اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

د ښاغلي ستانکزي زیاته کړې؛ په دې ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو یوه وېش څانګه فعاله ده، چې هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولی شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.