د اقتصادي کمیسیون په نوبتي غونډه کې د کابل ولایت اړوند د سروبي دویم بند د جوړولو، په جوزجان ولایت کې د ۳۰۰ مېګاواټه ګازي برېښنا د تولید، د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د رغنیزو موادو په اړه د جوړې شوې مسودې او یو شمېر نورو اقتصادي موضوعاتو په اړه بحث وشو.
په غونډه کې چې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې وه، تر هر اړخیز بحث وروسته د اوبو او انرژي وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د اقتصادي کمیسیون د نظرونو په پام کې نیولو سره دې د سروبي دویم بند د جوړولو په اړه له مختلفو شرکتونو سره تخنیکي بحثونه وکړي او راپور یې دې اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.
همدارنګه یاد وزارت ته لارښوونه شوې تر څو په جوزجان ولایت کې د ۳۰۰ مېګاواټه ګازي برېښنا د تولید په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت په ګډون د طرحې له وړاندې کوونکي شرکت سره تخنیکي بحثونه وکړي او خپل راپور دې اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.
د اقتصادي کمیسیون په دغه غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د رغنیزو موادو (شګه، جغل او تهداب تیږه) په اړه د وړاندې شوې مسودې په اړه هم بحث شوی.
د مسودې تر هراړخیزې ارزونې وروسته کانونو او پټرولیم وزارت په مشرۍ د رغنیزو موادو په هوکړه لیک کې ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې د اقتصادي کمیسیون له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره دې د یادې مسودې د لا غني کولو په موخه له اړوندو وزارتونو او ادارو سره ګډ مجلس ترسره او نهايي مسوده دې د منظورۍ لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دفتر ته واستوي.