د امریکا ولسمشر جوبایډن د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د جي اووه (G7) غونډه کې لس کلن امنیتي هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د یاد هوکړهلیک د لاسلیکولو موخه ناټو کې د اوکراین غړیتوب ته نږدې کېدل ښودل شوي دي.
د دغه هوکړهلیک په اساس به امریکا پر اوکراین د هر ډول نظامي برید په صورت کې په ۲۴ ساعتونو کې د کيیف مرسته کوي.
ورته مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې د امریکا او اوکراین ترمنځ یاد امنیتي هوکړهلیک هېڅ حقوقي اساس نه لري.
د (G7) غونډه پرون پنجشنبه د غبرګولي میاشتې په ۲۴مه ایټالیا کې د دې ډلې د مخکښو هېوادونو په ګډون جوړه شوې وه.