ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۲۴/۱۲/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۱/۴/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۵۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۳۲۳ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۷۲ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې۶۱۴ زره افغانۍ کیږي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې ۱۲ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدمتونو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۵۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۴۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۱۴ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰ تنه و، کابل، غزني او هرات ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او ۱۸ زره او۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په تخته پل کمپ کې له ۴۲ کورنیو سره ټولې۳۳۶ زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

۵۲ کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې نن ۵۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۲۰۴ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن له ۲۲ کورنیو سره ټولې۱۵۶ زره مالي مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۶۷ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدمتونو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته نن بېلابېل خدمتونه وړاندې شوي دي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۵۶ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۲۱ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۴۸ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له ۱۰۲ کورنیو سره ۷۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د هرات په اسلام کلا کې ۸۵ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۲۷۴ کورنۍ، ۹۹۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال: شپږ کورنۍ، ۳۰ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۲۳۸ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۲۱۶ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۱۰ عدده