ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د جمهوریت روغتون د چارو د ترسره کولو په موخه ګومارل شوي پلاوي غونډه کړې

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د عامې روغتیا د وزیر مولوي نورجلال جلالي او د تخصصي کمېټې د غړو په ګډون د جمهوریت روغتون د چارو ترسره کولو په موخه ګومارل شوي پلاوي غونډه کړې.

په دې غونډه کې لومړی د ګومارل شوي پلاوي غړو د خپلو ورسپارل شویو چارو او فعالیتونو د ترسره کولو په اړه راپور وړاندې کړی.

دغه‌زار په دې غونډه کې د یاد روغتون لپاره د اړینو طبي وسایلو او تجهیزاتو د برابرولو، د ودانیزو چارو د بشپړولو، د اړتیا وړ برخو د رامنځته کولو، د متخصصینو او اداري او خدماتي پرسونل د ګومارلو، د طبي وسایلو د نصب او د باکیفیته روغتیایي خدماتو وړاندې کولو د څرنګوالي په تړاو بحث او ارزونه شوې او په اړه یې اړنیې پریکړې شوې دي.