ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د دارالامان څانګه کې د ۱۴۰۳ کال له پیله تر اوسه څه‌باندې ۱۵ زره هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د کابل ښار دارالامان ماڼۍ د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګې د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه، ۱۵زره او ۶۰۲ هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د دارالامان ماڼۍ د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګې عمومي مدیر وحدت پتمن وايي؛ چې په یاده وېش څانګه کې په ورځني ډول شاوخوا ۵۰۰ غوښتونکو ته د برېښنایي پېژندپاڼو اړوند خدمتونه وړاندې کېږي.
نوموړي زیاته کړې؛ په دې څانګه کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره، له وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي او د ۱۴۰۳ کال له پیل راهیسې تر دې دمه له ۵۰۰ زیاتو هېوادوالو ته د زېږونونو کارتونه، ودونو ثبت، د مثنی پېژندپاڼې او پېژندپاڼې د نوي کولو خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
هېوادوال د برېښنايي پېژندپاڼو خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر خوښ دي او په وینا یې د برېښنايي پېژندپاڼې درلودل د هېواد د هر وګړي لپاره بنسټیزه اړتیا ده.
د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره په مرکز او ولایتونو کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګو په پراخولو سره هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو د برېښنایي پېژندپاڼو ترلاسه کول اسانه کړي.