فلسطیني چارواکي وايي، چې صهیونیستي رژیم د غزې په سوېل د خان یونس په عبسان الکبیره ښار کې د ملګرو ملتونو العوده ښوونځي څخه بهر د کډوالو په خېمو هوايي برید کړی.
په دې برید کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د النصر روغتون ډاکټران وايي، چې د ډېری ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی او ښايي د شهیدانو شمېر نور هم لوړ شي.
په العوده ښوونځي کې د خان یونس له ختیځو کلیو څخه بېکوره شویو وګړو پناه اخیستې.
عیني شاهدان وايي، چې صهیونیستي رژيم له خبرداري پرته د ملکي خلکو په یوه ټولي برید وکړ، خلک شهیدان او ټپیان شول او د مرستې لپاره نه امبولانس و او نه کوم څوک و.
دوی زیاتوي؛ خلک مري او ټپیانېږي، خو څوک یې نه پوښتنه او نه مرسته کوي.
دا په تېرو څلورو ورځو کې د العوده ښوونځي ته څېرمه د بېکوره او بېسرپناه فلسطینیانو پر کمپ څلورم خونړۍ برید دی.
د تېرې شنبې په ورځ صهیونیستي رژیم په نصیرات کې د ملګرو ملتونو پر الجوني ښوونځي برید کړی و، چې ۱۶ کسان پکې شهیدان شول.
دغهراز د دوشنبې په ورځ یې نصیرات کې پر یوه بل ښوونځي برید وکړ، چې ګڼ کسان پکې شهیدان او ټپیان شول.
د راپورونو لهمخې اسرائيلي یرغلګرو د غزې پر بېلابېلو سیمو خپل بریدونه زیات کړي او د یادو سیمو اوسېدونکي یې اړ کړي ترڅو خپل کورونه او د استوګنې ځایونه یو ځل بیا پرېږدي.
پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۳۸ زره او ۲۴۳ فلسطینیان شهیدان او ۸۸ زره او ۲۴۳ نور ټپیان شوي دي.