ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عبدالکریم بدخشي د خپل تاجکستاني سیال پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي

د افغانستان د ازادو سیالیو پیاوړی لوبغاړی عبدالکریم بدخشي به د روسیې په اې سي اې (ACA) سازمان کې د خپل تاجیکستاني سیال اویاتولو مومینوف پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

بدخشي په ازادو سیالیو کې تر دې دمه د اته بریاو او دوه ماتو سره ۱۰ مسلکي سیالۍ ترسره کړي او سیال یې مومینوف بیا د ۱۲ بریاو او څلورو ماتو سره د ۱۶ مسلکي سیالیو ریکارډ له ځانه سره لري.

ټاکل شوې ده، چې د دواړو لوبغاړو ترمنځ، دغه سیالۍ د روان کال د اګیست میاشتې پر ۱۶مه نېټه د روسیې هېواد په مسکو ښار کې ترسره شي.