ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبې ورځ، د ۳/۱/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۱۹/۴/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۷۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۴۰۴ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۵۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۳ تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۲۱۴ زره  او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۵۹ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې ۵۱۸ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالوته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالوته ۲۰۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۶۹ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۳۹۰ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱ تنه و، زابل ولایت ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او پینځه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۶۷ کورنیو سره ټولې۵۷۲زره افغانۍ مرسته شوې.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې ۶۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۳۴۲ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۳ کورنیو سره ټولې۱۵۸ زره مالي مرسته شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالوته نن بېلابېل خدمات وړاندې شوي دي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالوته ۶۵ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالوته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالوته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۷۶ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۶۰ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له ۹۱ کورنیو سره ۶۲۴ زره افغانۍ مرسته شوې.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۲۸۱ کورنۍ، ۱۱۷۲ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۵۵ کورنۍ، ۲۹۴ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۲۴۰ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۶۹ عدده