ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ننګرهار کې توپان او شدید ورښتونه؛ تر دې دمه ۳۵ کسان شهیدان او ۲۳۰ نور ټپیان دي

پرون (دوشنبه د چنګاښ په ۲۵مه) له ماسپښين وروسته د شدید، توپان او ږلی له امله د ننګرهار په مرکزي ښار جلال اباد او بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وايي، چې د دې ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې شدیدو ورښتونو او توپانونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د ننګرهار حوزوي روغتون مسولین وايي، چې تر دې مهاله تر ۳۵ شهیدان او ۲۳۰ پورې ټپيان ور وړل شوي دي.

د لومړنیو شمېرنو له مخې د جلال اباد او مختلفو ولسوالیو اړوند تر ۴۰۰ کورونه تخریب شوي دي.

دغه‌راز د برېښنا مزي پرې شوي، د مخابراتي شبکو پایې غورځېدلې او په بېلا بېلو ولسوالیو کې مېوه لرونکې او بې‌مېوې ونې چپه شوې دي.

مسولین پېښو ته د رسېدنې په موخه سیمې ته رسېدلي او خلک ته یې لومړني خدمات وړاندې کړي دي.

د افغانستان اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ننګرهار کې د شدیدو ورښتونو او توپانونو له امله د شهیدانو او ټپيانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي ښودلې.

دې اعلامیه کې راغلي: “ټولو اړوند اورګانونو ته لارښوونه شوې، چې هرڅه عاجل سیمو ته ځان ورسوي او د شهیدانو او ټپيانو د انتقال لپاره ګامونه واخلي، بې ځایه شویو کورنیو ته د سرپناه، خوراک او دوا په رسولو کې هڅې وکړي.

دغه راز نظامي اورګانونو ته هم لارښونه شوې، چې د خلکو د ژغورنې په برخه کې له شته امکاناتو څخه استفاده وکړي.”

د دې تر څنګ ویجاړوونکو سیلابونو لغمان، کونړ، پنجشېر، کاپیسا او میدان‌وردګو ولایتونو کې ګڼې ویجاړۍ رامنځته کړې دي. کرنیزو ځمکو ته پراخ زیانونه اوښتي، کورونه ویجاړ شوي او حکومتي مسولین او د سیمې اوسېدونکي د خلکو د ژغورولو هڅې کوي.

ننګرهار کې زیات شمېر هېوادوال د وینې ورکولو په موخه سیمه‌ییز روغتون ته ورغلي او ټپیانو ته یې وینه ورکړې ده.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق وايي، چې سېلابونو په ټولو اوو ولایتونو کې ویجاړۍ رامنځته کړې، خو د سر او مال ډېر زیان په ننګرهار کې اوښتی دی.

نوموړی زیاتوي، چې تقریبا ۴۰ هېوادوالو خپل ژوند بایللی او تقریبا تر ۲۸۰ پورې هېوادوال ټپیان شوي. په ډېره کچه د هېوادوالو زراعتي ځمکې او کورونه تخریب شوي. کونړ کې د یوه کور د نړېدو له امله پینځه کسان وژل شوي. جلال اباد او لغمان کې هم ډېرو هېوادوالو ته زیانونه اوښتي دي.