ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۲/۱/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۲۸/۴/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې توګه وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډېورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د تورخم له لارې (۷) کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو (۴۰) تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د تورخم په عمري کمپ کې (۲) کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د سپین بولدک له لارې (۳۷) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۲۰۲) تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په تخته پل کمپ کې له (۳۸) کورنیو سره مجموعاً (۳۲۲۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن (۱۲) کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په سپین بولدک کې مهاجرینو ته (۲٦۵) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې (٦۲) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

همدارنګه (۱۰۳) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم مهاجرینو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۸) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې نن (۴۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز (۱۰۳۶) تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن له (۱۳) کورنیو سره مجموعاً (۱۱۰۰۰۰) مالي مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې (۴۳) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو مهاجرینو ته نن بېلابېل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۴) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۴) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۲۹) تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له (۱۹) کورنیو سره (۱۲۲۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د هرات په اسلام کلا کې (۱۸) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۰۲) کورنۍ، (۳۸۸) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۷۰) کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي مهاجرین: (۷۵) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۷۲) عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا