د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولینو نن، د سه شنبې په ورځ (۲۷ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل؛ له ۱۰۰ خصوصي پوهنتونونو، انسټیټیوټونو او ښوونیزو مرکزونو سره، د همکارۍ تفاهم لیکونو د لاسلیک له لارې، په مرکز او ولایتونو کې یو زر او ۵۸۱ تنه ځوانانو ته د وړیا او ۱۷ زره او ۷۸۷ نورو ته په تخفیف سره د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
دغه راز له نړيوالو ادارو سره په تفاهم او همغږۍ د ځوانانو د مسلکي زده کړو او ظرفيت لوړونې لپاره ۱۸ ښوونیز مرکزونه رامنځته شوي، چې ۱۴ زره ځوانانو ور څخه ګټه پورته کړې ده.
مسولینو زیاته کړه، د تېر کال پر مهال په مرکز او ولایتونو کې د ځوانانو د وړتیاوو لوړونې په موخه ۳۱۰ روزنیز سيمينارونه او فرهنګي غونډې جوړې شوي دي.
د وزارت د مسولینو په وینا، په تېر کال کې د رسنیو شکایتونو د څېړلو او اصلاح لپاره هر اړخیزه طرحه جوړه شوې ده.
همدارنګه د تلویزیوني، راډیویي او یوټیوب چینلونو او چاپي رسنیو ارزونه شوې، چې په پایله کې یې د تلویزیونو ۵۵، د راډیو ګانو ۶۹ او د یوټیوب چینلونو۳۲۰ سرغړونې تر پېژندنې وروسته، د اسلامي امارت له پالېسۍ سر سم اصلاح شوي دي.
د مسولینو د معلوماتو له مخې، دغه وزارت هوډ لري چې ګرځندوی صنعت ته په معیاري توګه وده ورکړي، په همدې موخه تېر کال کې د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ فعال او اوسمهال عملاً زده کوونکي پکې روزل کېږي.
همدا راز په تېر کال کې شاوخوا نهه زره بهرنیو او څه باندې نهه میلیونه کورنیو سیلانیانو د هېواد له تاریخي او تفریحي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.
د دې تر څنګ، کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه، په سیاحتي سیمو کې د معیاري هوټلونو د جوړولو چارې هم دوام لري.
د ګرځندوی صنعت په برخه کې درې زره شرکتونه د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره ثبت دی، چې په زرګونو کسان پکې په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي.
مسولین زیاتوي، چې تر اوسه ۶۲۰ خبریالانو ته د خبریالۍ کارتونه وېشل شوي، د یوټیوب چینلونو لپاره کړنلاره نهايي شوې او د خبریالانو د صندوق کړنلاره هم چمتو شوې ده.
دغه راز د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ۴۰۰ لرغونو سیمو علمي سروې ترسره شوې او ۳۷۱ لرغونې سیمې تثبیت او پېژندل شوي دي.
په همدې ډول د څه باندې ۱۰ زره ترانو او نعتونو راټولول، د تیاتر د ۱۲ نمایشونو تدویر، د بېلابېلو دورو د دوه زره او ۴۱۰ لرغونو اثارو ثبت او د کابل په هوايي ډګر او د هېواد په ګمرکونو کې د ۴۱۶ تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی؛ په تېر کال کې د وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.
د مسولینو په خبره، د بېلابېلو مسايلو په اړه شپږ مستند فلمونه جوړ او خپاره شوي، ۱۱ فلم نامې او سريالونه اصلاح او د نقاشۍ، خطاطۍ، میناتورۍ او لاسي صنايعو ۲۰ نندارتونونه په لار اچول شوي دي.
همدارنګه د باختر خبري اژانس، دولتي ورځپاڼو او بیهقي کتابتون د فعالیتونو د بډاینې او پیاوړتیا لپاره هم مهم ګامونه پورته شوي دي.