واشنګټن پُسټ ورځپاڼې د دوو امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن اوکراین ته اجازه ورکړې، ترڅو اوږده واټن ویشتونکي امریکايي توغندي پر روسیه د برید او په دې هېواد کې د ننه د موخو په نښه کولو لپاره وکاروي.
یادو چارواکو ویلي، اوکراین پلان لري په راتلونکو ورځو کې خپل لومړني اوږد واټنه بریدونه پيل کړي.
امریکا کې سيبياېس نیوز هم د لوړ پوړو امریکايي چارواکو له قوله دا خبره تایید کړې، خو سپینې ماڼۍ او پټانګون په دې اړه لا تر اوسه څه نه دي ویلي.
دا کړنه به د روسیې او اکراین د جګړې په تړاو د امریکا په سیاست کې د پام وړ بدلون وي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لا له وړاندې لوېدیځو هېوادونو ته خبرادری ورکړی و، چې که اوکراین په امریکايي وسلو روسیه کې دننه بریدونه وکړي، دا به په جګړه کې د ناټو د مخامخ ښکلېدو په مانا وي.
نوموړي ویلي و؛ دا په دې مانا ده، چې د ناټو هېوادونو د روسیې پر خلاف جنګېږي.