ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ترکیې سفیر: چمتو یوو چې د افغان پوهنتونونو د ودې او پرمختک لپاره هڅې وکړو

د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د ترکیې له سفیر جنګ اونال سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو علمي همکاریو خبرې کړې دي.

د لوړو زده کړو وزیر په پیل کې د ترکيې هېواد سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې افغانستان او ترکیه دواړه اسلامي هېوادونه دي او ګډ مذهبي او دیني مشترکات لري.

شیخ نداء محمد ندیم په علمي برخو کې افغانستان سره د ترکیې هېواد همکاري او هڅې ستایلي او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان له جګړو راوتلی هېواد دی او په بېلابېلو علمي او تحصیلي برخو کې لا همکارۍ ته اړتیا لري.

نوموړي دغه راز د افغانستان په پوهنتونونو کې د لېسانس او فوق الېسانس برنامو د ځواکمنتیا او تدریس په برخه کې د ترکیې هېواد همکاري اړینه بللې او له خپله اړخه یې د ترکیې سفیر ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی دی.

همدارنګه په افغانستان کې د ترکیې هېواد سفیر جنګ اونال له لوړو زده کړو وزارت سره د خپل هېواد د ملاتړ یادونه کړې او د تحصیلي برنامو د پراختیا په برخه کې یې خپلې طرحې وړاندې کړې.

جنګ اونال ویلي، ترکیه چمتو ده چې د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو د ودې او پرمختک لپاره هڅې وکړي.

 د ترکیې سفیر همدا راز د ساختماني انجنیري، زراعت او طب په برخو کې د افغانستان د یو شمېر تحصیلي نهادونو یوه پلاوي ته ترکیي ته د سفر بلنه ورکړې، څو د ترکیې هېواد له پوهنتونونو څخه د علمي ظرفیت لوړونې او تجربو تر لاسه کولو په موخه لیدنې وکړي.

 د یادونې وړ ده، چې په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو علمي او تحصیلي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې شوي دي.