د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۱۳مه غونډه د رییس الوزرا ملا محمدحسن اخوند په مشرۍ تېره ورځ ( دوشنبه ۱۴۴۶ ھ ق کال رجب المرجب پینځمه/ مرغومي ۱۷مه) نیټه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د هېواد پر مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي مسايلو خبرې او په اړه يې لازمې پریکړې وشوې.
غونډه کې همدا راز ځینې موضوعات ځانګړو پلاويو ته وسپارل شول، تر څو یې چارې نهایي کړي او راپور يې د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
د دې تر څنګ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او اوبو او انرژۍ وزارتونو ته دنده وسپارل شوه، چې د کرنې په برخه کې خلکو ته اسانتياوې رامنځته کړي.
همدا راز د کابینې ټولو غړیو ته سپارښتنه وشوه، چې له خپل لاس لاندې کاروکوونکو او عام ولس سره ښه چلند وکړي او خپل ځوريدلي او کړېدلي ولس ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه وکړي.