پرون سېشنبه سهار په ځایي وخت شاو خوا ۹ بجې د چین شیګاتسي ولایت په ډینګري ولسوالۍ کې شدیده زلزله شوې.
د چین دولتي رسنۍ وايي، چې د تازه شمېرنو له مخې په دې زلزله کې د ۱۲۶ کسانو مړینه او د ۱۸۸ نورو ټپي کېدل تایید شوي او د ۲۸ ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
پر دې سربېره له ۳ زره او ۶۰۰ ډېر کورونه زیانمن او ویجاړ شوي دي.
د یاد هېواد د زلزلو مرکز ویلي، چې دې زلزلې د ريښتر په کچه ۶.۸ درجې شدت درلود؛ خو د امریکا د جیولوژیکي سروې د معلوماتو له مخې، د تبت په شیګاتسي کې په ځایي وخت د سهار په نهه بجې د ریښتر په کچه ۷.۱ درجې زلزله شوې ده.
دا زلزله په وروستیو ۵ کلونو کې تر ټولو شدیده ګڼل شوې ده، چې ټکانونه یې په ګاونډي نیپال او د هند په ځینو برخو کې هم حس شوي دي.
په چین کې رسنۍ وايي، چې روغتیايي پرسونل او ژغورونکې ډلې په سیمه کې په عملیاتو بوختې دي او د بېړنیو مرستو سلګونه کارکوونکو پلټنو ته دوام ورکړی.
دغهراز زیانمن شوي سړکونه رغول شوي او برېښنا بېرته نښلول شوې ده.