د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي د هېواد د سیاسي مسایلو له یو شمېر شنونکو سره لیدنه کړې او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې چې تېره ورځ (پنجشنبه، د رجب المرجب د میاشتې په ۸مه نېټه) د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه، د عدلیې وزیر د نظام د پېاوړتیا په موخه د خلکو او مسولینو پر هڅو ټینګار کړی او په دې هکله یې د سیاسي مسایلو د شنونکو او کارپوهانو رول مهم بللی دی.
همداراز د هېواد سیاسي شنونکو په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت کړنې ستایلي او ویلي یې دي چې له نظام سره به همکار ووسي.
دوی دغه راز د ځمکو له غصب څخه مخنیوی اړین بللی او په دې اړه یې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د فعالیتونو قدرداني کړی دی.
یادو سیاسي کارپوهانو او شنونکو د تقنیني سندونو د مراحلو تېرولو په تړاو د معلومات غوښتنه هم کړې، چې د عدلیې وزیر له لوري ورته لازم معلومات وړاندې شوي دي.