د راپورونو له مخې؛ د امریکا په لاس انجلس کې له کنټروله وتلې ځنګلي اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او له ۱۲ زره ډېر کورونه او ودانۍ سوځېدلي. دغهراز زرګونه کسان بېکوره شوي دي.
پر دې سربېره دې اور له ۱۴ زره هکټاره ډېره ځمکه سوځولې ده.
سي بي اس نیوز وايي، چې د لاس انجلس ټولې شاوخوا سیمې د اور لګېدنې له امله تخریب او سوځېدلې او لسګونه زره کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.
ځايي چارواکو ویلي، چې د دې اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او له ۱۲ زره ډېرې ودانۍ سوځېدلې او ویجاړې شوې دي.
دا اور تېره سېشنبه لومړی مالیبو غونډیو ته څېرمه په یوه غرنۍ ځنګلي سیمه کې لګېدلی و، خو وروسته د سختو بادونو او سیلیو له امله نورو سیمو ته هم پراخه شو.
د جمعې په ورځ یاد اور څه نا څه کمزوری شوی و، خو د شنبې په شپه یې د باد او سیلۍ له امله بېرته زور اخیستی.
مسولینو ویلي، چې لا هم د لګېدلي ځنګلي اور د کنټرول او مخنیوي هڅې دوام لري، خو د بادونو او اوبو د شدید کمښت له امله دا چاره ستونزمنه ده.
د اورلګېدنې له امله لسګونه زره کسان له خپلو کورونو وتلي او د چور او تالان اندېښنې شته.
ویل کېږي، چې ځايي پولیسو ۲۰ کسان له خالي ودانیو د غلا په جرم نیولي او په ځینو سیمو کې د شپې له مخې ګرځبندیز هم اعلان شوی دی.