د روسیې سپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی، چې دا هېواد غواړي په نږدې رالتونکي کې له اسلامي امارت سره د ۵۰ میلونه ټنه اوبلن ګاز د لېږد هوکړه لاسلیک کړي.
د افغانستان د صنعت او سوداګري وزارت بیا وايي، چې سویلي اسیا ته د روسیې د ۵۰ میلونه ګاز د لېږد برخې هوکړه لیک د وروستي کېدو لپاره اړین چمتوالی نیول شوی.
د یاد وزارت د ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په وینا؛ د دې پروژې په عملي کېدو سره به بېلابېل سکټورونه وده وکړي.
اقتصادي کارپوهان په دې باور دي، چې د یادې هوکړې لاسلیک به د پانګونو د جذب او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل شي او له بل لوري به د هېواد په ملي عوایدو کې زیاتوالی راشي.
د یادونې وړ ده، چې د سپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې روسیې او اسلامي امارت په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې هم د افغانستان له لارې د روسیې د ۵۰ میلونه ټنه نفتو د ترانزیټ په اړه هوکړه کړې وه.