ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ۳۱ ولایتونو کې د عالمیې او عالیې مرحلو ازموینې پيل شوې

د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د ۱۴۴۶هـ ق کال عالمیې او عالیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو او کابل والي له لوري په پيل شوې.

په کابل پوهنتون کې د دې ازموینو د لړۍ د پیل په مراسمو کې د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د علم او ازموینې پر ارزښت او ګټو خبرې کړې او ویلي یې دي، چې پخوا د علم زده‌کړې لپاره اسانتیاوې کمې وې او اوس د زده‌کړې لپاره ډېر شرایط برابر شوي، اعظمي ګټه باید ترې واخلو.

دغه راز د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ نداء محمد ندیم د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته په هېواد کې د دې ازموینو د لړۍ پیل کېدل مهم بللي او له دې امله یې د اسلامي امارت له مشرانو او د پوهنې وزارت له مسولینو مننه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې دا ازموینې د اسلام، علماء کرامو او علم پراختیا او کیفیت لوړونه کې ستر رول لوبوي او د علماء کرامو علمې سویو معلومولو لپاره یې ښه نظم رامنځ ته کړی دی.

د لوړو زده کړو وزیر زیاته کړې، چې په ټولو ولایتونو کې د ازموینو څارنه د دغه وزارت د مسولینو او علماء کرامو له لوري کېږي او شاوخوا زر کسان یې د چارو تنظیمولو لپاره ګمارل شوي دي.

نوموړي د ازموینې ګډونوالو ته د الله تعالی له دربار څخه د بریا او سرلوړۍ هیله کړې او ترې غوښتي یې دي، چې د ازموینو ټول اصول مراعات او شفافیت ته ژمن پاتې شي.

د کابل ولایت والي مولوي امین الله عبید له یادو فاضلانو غوښتي، چې سند خپل هدف ونه ګرځوي، بلکې خپل نیت د خلکو او نظام خدمت ته جوړ کړي او د علم پرمختګ ته کار وکړي.

د یادونې وړ ده، په دغو ازموینو کې د هېواد په کچه ۲۶ زره فاضلانو ګډون کړی، چې ۱۵ زره د عالمیې او ۱۱ زره د عالیه مرحلو څخه دي.