ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بيلاروس د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال له شیر محمد عباس ستانکزي سره لېدنه وکړه

بيلاروس د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوکا شیویچ د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي سر لېدنه وکړه.

په دې ناسته کې د افغانستان او بيلاروس تر منځ په اقتصادي او سیاسي مشترکاتو او نورو ګډو همکاریو خبرې وشوې.

شیر محمد عباس ستانکزي کابل ته د خپل بيلاروسي سیال دغه سفر د بيلاروس او افغانستان په دوه اړخیزو اړیکو کې مهم پرمختګ او د اوږد مهاله همکاریو په برخه کې ښه پیل وباله.

بيلاروس د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال د خپل حکومت هغه مثبته اراده څرګنده کړه، چې له مخې یې دوی غواړي‌ له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې همکاریو لپاره بنیاد کېږدي.

دواړه لوریو هوکړه وکړه، چې د یادو همکاریو د لا پراختیا په موخه به تخنیکي ټیمونه په کابل او مېنسک کې خپلو خبرو ته دوام ورکوي.