ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لوګر کې د نږدې ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شوي

د اوبو او انرژي وزارت وايي؛ روان کال کې په لوګر ولایت د نږدې ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.

په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د لوګر ولایت په مرکزپل علم، محمدآغې، ازرې، برکي برک او خروار ولسوالیو کې د ۶۲ میلیونه، ۳۲۴ زره او ۶۰۰ سوه افغانیو په لګښت ۱۷ بېلابېلې پروژې؛ چې پکې د دوو لويو ذخيروي بندونو ساتني اوڅارنې، سربندونو، کانالونو، استينادي ديوالونو, حوضونو او کاریزونو جوړونه، بیارغونه او پاکاري شاملې دي، پلي شوې دي.

یادې پروژې د ۳۶ میلیونه، ۶۶۹ زره او ۶۰۰ افغانیو په لګښت د لوګر د اوبو او انرژي ریاست له پراختیایي بودجې او د ۲۵ میلیونه او ۶۵۵ زره افغانیو په لګښت د موسساتو له بودجې څخه پلي شوې دي.

د یاد وزارت په وینا، په دې پروژو کې ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.