ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي امیرخان متقي او کابل کې د سعودي عربستان سفیر لیدنه؛ د کابل او ریاض د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا خبرې شوي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د سعودي عربستان سفیر فیصل طلق البقمي لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان او سعودي د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سعودي‌مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدماتو رسول او په ټوله کې دوو اړخیزو اړیکو کې له شته فرصتونو څخه پر استفادې خبرې وشوې.

مولوي امیر خان متقي د سعودي سفیر ته هرکلی ویلی، د افغانستان او سعودي اړیکې یې ارزښتناکې او تاریخي بللي او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تبادله زیاته شي.

همدارنګه د بهرنیو چارو وزیر غوښتنه کړې، د سعودي حکومت دې د حج او عمرې لپاره د افغانانو په شمېر کې زیاتوالی راولي او همداراز سعودي کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدماتو په رسولو کې هم مرسته وکړي.

د سعودي سفیر په خپل وار د افغانستان او سعودي دوې اړخیزې اړیکې تاریخي بللي او ویلي يي دي، هېواد یې غواړي په کابل کې د خپل حضور له لارې په مختلفو برخو کې افغانانو سره مرسته وکړي.

همداراز فیصل طلق البقمي زیاته کړې؛ دواړه هېوادونه کولی شي په مختلفو برخو کې کار وکړي او ویلي یې دي، په کابل کې د دوی د سفارت د فعالیت د بیا پیل موخه دا ده چې له ټولو شته ظرفیتونو څخه ګټه پورته شي.