د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د یاد وزارت مرستیالانو او رییسانو په شتون کې د رهبرۍ بورډ غونډه کړې.
په دې غونډه کې د تېرو ناستو د پرېکړو، اکمال تخصص پروګرامونو پخوانیو فارغانو ته د اکمال تخصص فراغت نوي سندونو د ورکړې، تخار ولایت کې د سیمه ییزو روغتونونو فعالیت، کمپرهنسیف ازموینې ۵۰۰ فارغ متخصیصینو ته د تخصصي سندونو د وېش او د عدلیې طب ټریني ډاکټرانو لپاره د کلینیکي تخصص اړوند خبرې شوي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د پورته ذکر شویو موضوعاتو د چارو چټکتیا په موخه بېلا بېلې تخنیکي کمېټې ګمارلي، ترڅو پر ټاکلي وخت او سمه توګه ورته رسېدنه وشي.
دغه راز په دې غونډه کې د روغتیا وزارت مرستیالانو او مرکزي رییسانو د هغو مسولیتونو راپور وړاندې کړی، چې د رهبرۍ شورا په تېره غونډه کې دوی ته سپارل شوي وو او ټینګار شوی، چې یادو شویو موضوعاتو ته پر ټاکلي وخت رسېدنه ترسره شي.